Search

د پاکستان او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه خبرې کړي

News image
30 چنګاښ 1405 - 08:49

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند د افغانستان وضعیت، د سیمې امنیت او هغه څه چې د «ترهګرۍ دوامدار ګواښ» یې بللی، په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د سولې او امنیت پر ننګونو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر وضعیت، د نظرونو تبادله کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د ترهګرۍ او سازمان‌یافته فراملي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امنیتي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، کاناډا به د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله ادعا کړې، وسله‌والې ډلې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد د بریدونو اجازه ور نه کړي. په ورته وخت کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او د پولې دواړو غاړو د امنیت موضوع د سیمه‌ییزو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.