د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال پر مهال شاوخوا ۴.۹ میلیونه میندې او کوچنیان تغذیوي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا نن (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۹مه، دوشنبه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې لا هم میلیونونه افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او کوچنیان، له خوارځواکۍ سره مخ دي، خو بیا هم خپلې هیلې ژوندۍ ساتي.
د یاد دفتر په وینا، پر وخت ملاتړ او بېړنی اقدام کولای شي د ډېرو کسانو ژوند وژغوري.
اوچا او د ملګرو ملتونو نورې مرستندویه ادارې تر دې وړاندې هم څو ځله خبرداری ورکړی چې د بېوزلۍ، وچکالۍ، د اقلیمي بدلون اغېزو او اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د دغو ادارو په وینا، د نړیوالو مرستو کمښت د تغذیې او روغتیايي خدمتونو پر دوام هم منفي اغېز کړی او د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د ژوند له ګواښ سره مخ کېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.