Search

ایران د خلیج په سیمه کې پر امریکایي تاسیساتو تازه بریدونه کړي

News image
26 چنګاښ 1405 - 10:39

رویټرز راپور ورکړی چې ایران د خپلو پوځي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د پرله‌پسې بریدونو په غبرګون کې د خلیج په سیمه کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو تازه بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، ایراني ځواکونو نن (جمعه) سهار وختي په بحرین او کوېټ کې د امریکا تاسیسات په نښه کړي دي.

رویټرز ویلي، دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې امریکا د شپږمې پرله‌پسې شپې لپاره د ایران پر پوځي اهدافو هوايي بریدونه وکړل.

ایران ویلي، دا بریدونه د امریکا د پوځي عملیاتو په ځواب کې د دوی د غبرګون یوه برخه ده.

په ورته وخت کې، د قطر په پلازمېنه دوحه کې هم د چاودنو د غږونو د اورېدو راپورونه خپاره شوي دي. قطري چارواکو ویلي، د چاودنو د ټوټو د لګېدو له امله یو ماشوم ټپي شوی دی.