د امریکا درې لویو ټلوېزیوني شبکو، اېبيسي (ABC)، اېنبيسي (NBC) او سياېناېن (CNN)، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وینا چې د ټاکنو د امنیت په اړه یې کړې وه، په خپلو اصلي ټلوېزیوني شبکو کې په ژوندۍ بڼه خپره نه کړه؛ هغه اقدام چې د ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شو.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ په خپله وینا کې هغه رسنۍ چې د ده وینا یې په مستقیم ډول خپره نه کړه، په «توطئه» تورنې کړې او ویې ویل چې د دې کار له امله باید د دغو شبکو د فعالیت جواز لغوه شي.
ټرمپ ادعا وکړه چې تازه استخباراتي معلومات ښيي چین د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او یو ځل بیا یې د ټاکنو د امنیت په اړه خپلې اندېښنې تکرار کړې. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا استخباراتي ادارو مخکې ویلي وو، داسې شواهد نه شته چې وښيي چین د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې بدلې کړې دي.
د راپور له مخې، اېبيسي ویلي چې د ټرمپ وینا یې د ABC News Live انلاین پلاتفورم او خپلې خبري راډیو له لارې خپره کړې، خو په اصلي ټلوېزیوني شبکه کې یې نه ده خپره کړې. اېنبيسي هم وینا د NBC News NOW انلاین خدمت له لارې خپره کړه، خو په خپله اصلي شبکه کې یې ژوندۍ خپرونه ونه کړه.
سياېناېن هم ویلي چې د خبري پوښښ لپاره یې وینا څارله او ژوندۍ خپرونه یې یوازې پر خپلې وېبپاڼې او ګډونمحور خدمت وړاندې کړې ده.
په مقابل کې، سيبياېس (CBS) د ټرمپ وینا په ژوندۍ بڼه خپره کړه، خو د خپرونې له پیل مخکې د دې شبکې ویاند وویل چې د ټاکنو په اړه د ټرمپ د ادعاوو ډېره برخه ناسمه ده.
همدارنګه، فاکس نیوز (Fox News) هم د امریکا د ولسمشر وینا په ژوندۍ بڼه خپره کړه.