Search

سپینه ماڼۍ: ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی

News image
26 چنګاښ 1405 - 08:54

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، ایران لا هم له امریکا سره په اړیکه کې دی او څرګنده کړې یې ده چې غواړي له واشنګټن سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

لیوېټ زیاته کړې چې ایران د امریکا د پوځ د «ویجاړوونکو بریدونو» له امله تر سخت فشار لاندې راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، په وروستیو ورځو کې د امریکا د بریدونو لامل د هغې تفاهم‌لیک ماتول و چې د هغې په وینا، ایران ژمنه کړې وه له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو به برید نه کوي.

هغې ادعا کړې چې ایران له خپلې ژمنې سرغړونه کړې او داسې پرېکړه یې کړې چې د دې هېواد لپاره به «ناوړه پایلې» ولري.

لیوېټ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به اجازه ورنه کړي چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه بې‌ځوابه پاتې شي او ایران به د دغو اقداماتو له امله له پایلو سره مخ شي.

هغې همداراز ویلي، که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ خبرې روانې دي، خو واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې ایران پرته له پایلو سره مخ کېدو، په دې سیمه کې پر بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي.