د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، غواړي هغه طرحه چې له مخې یې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بار وړونکو بېړیو له محمولو څخه ۲۰ سلنه محصول اخیستل کېده، د خلیج د هېوادونو له امریکا سره د سوداګریزو هوکړو او پانګونو له لارې بدله کړي.
ټرمپ په ایکس کې لیکلي، دا پرېکړه یې د منځني ختیځ له مشرانو سره تر «ډېرو رغنده» خبرو وروسته کړې ده.
هغه ویلي، تمه کېږي چې د خلیج هېوادونه به په متحده ایالاتو کې پراخې پانګونې وکړي.
د ټرمپ په وینا، دا پانګونې به نه یوازې د امریکا اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې پانګونه کوونکو هېوادونو ته به هم ګټه ورسوي او په امریکا کې به د نویو فابریکو، تأسیساتو او تجهیزاتو د جوړېدو لامل شي.
د امریکا ولسمشر د ایران په اړه د واشنګټن د سیاستونو په تړاو هم ویلي، هغه بېړۍ چې له ایراني بندرونو یا ایراني محمولو سره تړاو ولري، له «بشپړې محاصرې» سره به مخامخ شي.
ټرمپ زیاته کړې، د هرمز تنګی به د ټولو بېړیو پر مخ پرانیستی وي، خو له ایران سره تړلې بېړۍ به ترې مستثنا وي.
هغه ادعا کړې، دا وضعیت د ایران د «سخت او بدغوښتونکي مشرتابه» د سیاستونو پایله ده او دغه سیاستونه ایران د «بشپړې تباهۍ» پر لور بیایي.
د یادونې وړ ده، د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو نفتو او مایع طبیعي ګازو د صادراتو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي. هر ډول کړکېچ یا محدودیت په دې تنګي کې د نړیوالو انرژۍ بازارونو او د نفتو پر بیو مستقیم اغېز کوي.