Search

غزني کې ترافیکي پېښې ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

News image
22 چنګاښ 1405 - 10:36

د غزني د طالبانو د ولایت مقام ویاند میوندشاه احمدزی وايي، د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پښ کندي په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د احمدزي په وینا، دغه پېښه پرون ( یکشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۱مه) د کابل ـ کندهار پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر چپه شو.

سرچینه وايي، ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د کابل ـ کندهار لویه لاره د افغانستان له بوختو او مهمو ترانزیټي لارو څخه ده، چې هر کال پکې ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي. د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، چټک تګ، د سړکونو ستونزې او د ځینو موټرو تخنیکي نیمګړتیاوې د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.