Search

له ایران او پاکستان څخه نږدې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
21 چنګاښ 1405 - 10:32

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، پرون له ایران او پاکستان څخه نږدې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې، له دې ډلې ۵۱۴ کورنۍ د تورخم، ۴۰ کورنۍ د سپین بولدک او ۳ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم نږدې ۵۸۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.

په وروستیو اوونیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ د هېواد ګڼ شمېر وګړي افغانستان ته راستانه کېږي.

تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې د ۱۴۰۴ کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۳.۳ میلیونه کډوال افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.