Search

طالبان: نږدې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ پرون افغانستان ته راستنې شوې

News image
19 چنګاښ 1405 - 11:18

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، نږدې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ پرون له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د شمېرو له مخې، له دغو کورنیو څخه ۵۱۷ کورنۍ د تورخم، ۴۲ کورنۍ د سپین‌بولدک، ۷ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۲ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ننوتلې دي.

د سرچینې په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې هم ۶۳۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې وې.

په وروستیو اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر دې مخکې ویلي وو، د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳.۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی د استوګنې، روغتیا، زده‌کړو او نورو بنسټیزو خدمتونو پر وړاندې د افغانستان اړتیاوې لا ډېرې کړې دي.