د طالبانو د رئیسالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، او د روغتیا نړیوال سازمان د سیمهییز دفتر مشرې، ډاکټرې حنان بلخي، په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو پرون (د ۱۴۰۵
کال د چنګاښ ۱۵مه) په یوه ناسته کې په افغانستان کې د پولیو
ناروغۍ د له منځه وړلو، په نړیوالو روغتیايي کنفرانسونو کې د افغانستان د پلاوي د
ګډون او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه بحث کړی دی.
د سرچینې په وینا، ډاکټرې حنان بلخي په دې ناسته کې ویلي، تمه ده چې
په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به په افغانستان کې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه
یووړل شي.
په دغه پلاوي کې د یونیسف او بیل او مېلېنډا ګېټس بنسټ استازي، او
همدارنګه په کابل کې د قطر سفیر هم شامل وو. پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له
وزیر، مولوي امیرخان متقي، سره هم په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو
په اړه خبرې کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د پولیو د له منځه وړلو له کمپاینونو
ملاتړ وکړي.