Search

کندهار کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

News image
14 چنګاښ 1405 - 11:07

د طالبانو د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، د ارغنداب ولسوالۍ د منصورآباد په کلي کې یې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د یاد ریاست رئیس مولوي دوست محمد سعید د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، دغه چک ډېم د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د ساتلو، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د ښه والي په موخه جوړېږي، چې د نوموړي په وینا، نږدې سیمې به هم ترې برخمنې شي.

د طالبانو د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه چک ډېم به ۲۷ متره اوږدوالی، ۵ متره لوړوالی او د ۲۶ زره او ۲۸۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د طالبانو د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د ارغستان ولسوالۍ په یوه سیمه کې د بل چک ډېم د جوړولو چارې پیل کړې وې.

دغه ډول پروژې د اوبو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره مهمې بلل کېږي.