Search

ټرمپ او پوتین د اوکراین، ایران او منځني ختیځ په اړه خبرې وکړې

News image
14 چنګاښ 1405 - 08:44

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې ۸۵ دقیقې ټلیفوني خبرې کې د اوکراین جګړې، ایران، منځني ختیځ او یو شمېر نورو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

مسکو ویلي، د دغو خبرو اصلي محور د اوکراین جګړه او په ترکیه کې د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې د اړوندو موضوعاتو ارزونه وه.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف د ریانووستي خبري اژانس ته ویلي: «د روسیې او امریکا ولسمشرانو د اوکراین جګړې د هواري پر لارو، د ترکیې د ناټو په غونډه کې د ډونالډ ټرمپ د ګډون په ګډون، خبرې وکړې.»

د اوشاکوف په وینا، دواړو مشرانو د ایران، منځني ختیځ او یو شمېر نورو نړیوالو موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.

دا ټلیفوني خبرې داسې مهال ترسره شوې چې ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي سره هم د جګړې د وروستیو پرمختګونو او د هغې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو په اړه خبرې کړې وې.

د اوکراین جګړه، چې د ۱۴۰۰ کال د کب په ۵مه د روسیې له پراخ یرغل وروسته پیل شوې، لا هم دوام لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ، د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي اختلافونه هم پر خپل ځای پاتې دي.