Search

۲۰۲۶ کال د نړیوال پاسپورټ شاخص؛ د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په وروستي ځای کې راغلی

News image
12 چنګاښ 1405 - 13:21

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال پاسپورټ شاخص په تازه ارزونه کې، د افغانستان پاسپورټ د نړۍ د ۱۹۷ هېوادونو ترمنځ په وروستي ځای کې راغلی دی.

د Global Citizen Solutions شرکت د خپور کړي راپور له مخې، هېوادونه په دې شاخص کې د ویزې پرته د سفر د اسانتیاوو، د پانګونې د فرصتونو او د ژوند د کیفیت له مخې ارزول شوي دي.

د راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټ له ۱۰۰ امتیازونو څخه د ۲۳.۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د جدول په وروستي ځای کې راغلی، چې د دغه هېواد د پاسپورټ لرونکو لپاره د سفر او نړیوالو اړیکو پر وړاندې پراخ محدودیتونه ښيي.

په مقابل کې، اروپايي هېوادونه د دې نوملړ په سر کې ځای لري. سویډن د ۹۶.۰۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی، ورپسې سویس، فنلنډ، جرمني او هالنډ د غوره هېوادونو په کتار کې راغلي دي.

همداراز، سومالیا، سویلي سوډان، یمن او سوریه هم د نړۍ د تر ټولو کم‌اعتباره پاسپورټونو لرونکو هېوادونو په ډله کې شامل شوي دي.

د نړیوال پاسپورټ شاخص هر کال د نړیوالو بنسټونو او څېړنیزو ادارو له لوري خپرېږي او موخه یې د هېوادونو د پاسپورټونو د نړیوال اعتبار، د سفر د ازادۍ، او اقتصادي او کډوالیزو معیارونو پر بنسټ د هغوی ارزونه ده.