د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په بحرین کې د امریکا په مشرۍ جوړه شوې سیمهییزه امنیتي غونډه «سیاسي ننداره» بللې او د هغې پر جوړېدو یې نیوکه کړې ده.
بقایي په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي، امریکا څو ځله ښودلې چې په لوېدیځه اسیا کې د رښتینې سولې له ټینګېدو سره لېوالتیا نه لري او دا ډول غونډې له «سیاسي نندارې» پرته بل څه نه دي.
هغه امریکا تورنه کړې چې د دغو غونډو په جوړولو سره هڅه کوي په سیمه کې خپلې «بېثباته کوونکې» پالیسۍ پټې کړي او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د دغو سیاستونو د پایلو په اړه هوښیار واوسي.
یاده امنیتي غونډه د منځني ختیځ د ۱۲ هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو او د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په ګډون جوړه شوې وه. د غونډې اصلي تمرکز د دفاعي همکاریو پراخول او د سمندري امنیت پیاوړتیا بلل شوې ده.