د ناروې کډوالو شورا د نړۍ بشري مرستو د بودیجې له کمښت خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا بودیجه د روان ۲۰۲۶ تر نیمايي پورې په بېسارې توګه کمه شوې ده.
د دې شورا په راپور کې راغلي چې د دغه تحول له امله افغانستان هم زیانمن شوی او له دغه هېواد سره بشري مرستې په بېسارې توګه کمې شوې دي.
د ناروې کډوالو شورا ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ۲۱٫۹ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د لومړي ځل لپاره افغانستان له پامه غورځولشویو په ډله کې راغلی دی.
دغه بنسټ اندېښنه ښودلې چې که نړیوال تمویلونکي خپلې مرستې زیاتې نه کړي، میلیونونه افغانان به له لوږې، بېوزلۍ او ناوړه بشري وضعیت سره مخ شي.
تر دې مخکې یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو هم په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی و او له نړیوالو یې غوښتي وو چې د افغانستان خلک له پامه ونه غورځوي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ ستر لاملونه وروستي سیاسي بدلونونه، بېروزګاري، اقلیمي بدلون او نړیوال بندیزونه بلل کېږي.