د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ نن سهار د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د امو نهنګان او بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شوې.
د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې تاج ملوک عالم او د افغانستان د
کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي کریم صادق د یوولسم پړاو د شپږیزې کرکټ لیګ جام
میدان ته راوړ.
د افغانستان کرکټ بورډ په مشرۍ د یاد لیګ پرانیسته د ملي لوبغاړو، د
بېلابېلو ولایتونو د راغلو مېلمنو او د کرکټ مینهوالو په حضور کې ترسره شوه.
په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې امو نهنګان لوبډلې د بند امیر ښامارانو
پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
دا لومړی ځل دی چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له کابل څخه بهر، د هېواد
په بل ولایت کې ترسره کېږي.
همدارنګه، د دغو سیالیو د تبصرو لپاره هندی نامتو تبصرهکوونکی
دورېندر کمار هم افغانستان ته راغلی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي، د رحمانالله
ګربز، راشد خان او یو شمېر نورو ستورو په ګډون، هم د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم
پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.