د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د شاوخوا ۱۱۸ میلیونه افغانیو په پانګونه د یوه شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید شوې ده.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه مارکېټ د
جوړولو طرحه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته وړاندې شوې وه او له
ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.
د خبرپاڼې له مخې، دغه شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ به د مالیې وزارت پر
ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۱۱۸ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړ شي او په
اړینو اسانتیاوو به سمبال وي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې
په همدې غونډه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د
سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحث کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یادې طرحې اړوندو وزارتونو ته سپارل شوې، ترڅو
تخنیکي او مسلکي ارزونه یې ترسره او راپورونه یې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته
وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې
د سترو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو یو شمېر طرحې تایید شوې او د ځینو پروژو عملي
چارې هم پیل شوې دي.