د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش ویلي، ترهګري د بدلون په حال کې ده او ترهګرې ډلې د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره له راټوکېدونکو ټکنالوژیو، د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي پلاتفورمونو او بېپیلوټه وسلو څخه ګټه اخلي.
ګوټرېش د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۸مه، د دوشنبې په ماښام، په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې هېڅ هېواد په یوازې ځان د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مقابلې توان نه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د مخنیوي اقداماتو پر پیاوړتیا، د نړیوالو همکاریو پر پراخولو او د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا اقدامات د داسې خوندي نړۍ د جوړولو لپاره اړین دي، چې خلک وکولای شي له وېرې پرته ژوند وکړي.
د ګوټرېش څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د ترهګرو ډلو له لوري د نوې ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي وسایلو د کارونې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.