Search

امریکا او ایران د هرمز تنګي د نښتو د درولو او د سولې د خبرو د بیا پیل هوکړې ته رسېدلي

News image
8 چنګاښ 1405 - 08:32

وال سټریټ ژورنال د امریکايي او نورو ښکېلو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا او ایران د هرمز تنګي په شاوخوا کې د څو ورځنیو پوځي نښتو د پای ته رسولو او د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، دغه هوکړه له هغو څو ورځنیو نښتو وروسته شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هڅې یې له خنډ سره مخ کړې وې چې غوښتل یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې پراخې هوکړې ته لاره هواره کړي.

راپور زیاتوي، د دغو نښتو له امله د هرمز تنګي له لارې سوداګریزې بېړۍ هم کمې تګ راتګ ته اړ شوې وې، په داسې حال کې چې دغه تنګی د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه خامو تېلو د لېږد مهمه لاره بلل کېږي. یوه امریکايي چارواکي ویلي، له دې وروسته به سوداګریزې بېړۍ وکولای شي په ازاد ډول له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، واشنګټن وړاندیز کړی چې د ایران او امریکا د چارواکو ترمنځ د خبرو نوی پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي. که څه هم د غونډې وروستۍ نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو ښايي د ۲۰۲۶ کال د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي او تمرکز به یې د هرمز تنګي د امنیت او ثبات پر ټینګښت وي.

راپور وايي، هغه خبرې چې ټاکل شوې وه د تېرې اوونۍ په پای کې په سویس کې بیا پیل شي، د وروستیو نښتو له امله ځنډېدلې دي. چارواکي وايي، دواړو هېوادونو مخکې د یوې پوځي اړیکې یا «هاټ لاین» پر جوړولو هم هوکړه کړې وه، خو دغه سیستم لا هم فعال شوی نه دی.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د مدیریت بشپړ مسؤلیت د ایران پر غاړه دی. د ایران دولتي رسنیو د هغه له قوله ویلي، خو وال سټریټ ژورنال لیکلي چې دا څرګندونې د امریکا له دریځ سره په ټکر کې دي، ځکه واشنګټن وايي دا هوکړه ایران ته د نړیوالې اوبو لارې د کنټرول حق نه ورکوي.

د راپور له مخې، وروستۍ نښتې هغه مهال پیل شوې چې ایران عمان ته نږدې د امریکا په ملاتړ د یوې سوداګریزې سمندري لارې پر یوه بېړۍ برید وکړ. وروسته امریکا د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران د مخابراتي، بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر تاسیساتو بریدونه وکړل او ایران هم په ځواب کې په بحرین او کویټ بریدونه ترسره کړل.

راپور زیاتوي، د امریکا او ایران ترمنځ په لومړنۍ هوکړه کې پرېکړه شوې چې د ایران د اټومي پروګرام په څېر جنجالي موضوعات به د خبرو دویم پړاو ته وځنډول شي.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز خبرداری ورکړی چې واشنګټن به پر سوداګریزو بېړیو نور بریدونه ونه زغمي او که ایران نړیوالې بېړۍ یا امریکايي پوځي تاسیسات په نښه کړي، امریکا به مناسب غبرګون وښيي.

وال سټریټ ژورنال همدارنګه راپور ورکړی چې د امریکا او بریتانیا د سمندري ځواکونو ګډ سمندري معلوماتي مرکز په هرمز تنګي کې د وروستیو بریدونو له امله د سمندري امنیت د ګواښ کچه «لوړې» درجې ته پورته کړې ده.

د یادونې وړ ده چې هرمز تنګی د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو سمندري لارو څخه دی او د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. هر ډول پوځي کړکېچ په دې سیمه کې د نړیوالو تېلو پر بیو او سوداګریزو لارو مستقیم اغېز کولی شي.