د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې اوس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې محسوسېږي او د هېوادونو پر پرمختګ، ثبات او امنیت مستقیم اغېز کوي.
ګوترېش د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۳مه نېټه په اېکس پاڼه کې لیکلي، نړۍ نه شي کولای له اقلیمي بدلونونو مخکې شي او نه هم د هغو له پایلو څخه وتښتي.
نوموړي زیاته کړې چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې لا له وړاندې څرګندې شوې دي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پرمختګ، ثبات او امنیت بهیرونه بدلوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې حکومتونه او ټولنې باید د دې واقعیت پر وړاندې مناسب غبرګون وښيي او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي او کمولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
ګوترېش همدارنګه ویلي چې له اقلیمي بدلونونو سره سازګاري یو خیریه اقدام نه، بلکې یوه اساسي اړتیا ده؛ داسې اړتیا چې د انسانانو ژوند ژغورلی شي، له ټولنو ساتنه وکړي او ټولنیز یووالی خوندي وساتي.
هغه یو ځل بیا له هېوادونو غوښتي چې د اقلیمي بحران پر وړاندې د مبارزې او د ټولنو د زیانمننې د کمولو لپاره لا جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.