د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې که ایران له واشنګټن سره شوي تړون ته ژمن پاتې نه شي، امریکا به لازم اقدامات ترسره کړي.
ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، که ایران خپلو تعهداتو ته عمل ونه کړي یا هغه څه ترسره کړي چې ده «ناسم چلند» بللی، واشنګټن به اقدام وکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ یو موقت تړون لاسلیک کړی دی.
په ورته وخت کې، ترمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ایران ازاد شوي شتمنۍ باید د امریکا څخه د خوراکي توکو د پېرلو لپاره وکارول شي.