د امریکا د ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، د ایران سره په خبرو کې د ګډون لپاره سویس ته روان شوی دی.
هغه ویلي چې د دغو خبرو تمرکز به د ایران پر اټومي پروګرام او په لبنان کې پر اوربند وي.
د ډونالډ ټرمپ مرستیال زیاته کړې چې ښايي یو یا دوه ورځې په سویس کې پاتې شي.
ونس ویلي، د دې سفر موخه د ایران د اټومي پروګرام او همدارنګه په لبنان کې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د اوربند په اړه د خبرو پرمختګ دی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د لبنان نښتې به پر خبرو اغېز وکړي، ویلي چې د لبنان وضعیت د تېرو ورځو په پرتله ښه شوی او د تاوتریخوالي یوه برخه کمه شوې ده.
تر دې وړاندې، د ایران د خبرو پلاوی چې مشري یې د محمدباقر قالیباف او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوله، سویس ته تللی و.