د طالبانو د دفاع وزارت منلې چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې یې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو مرکزونو کې د ځینو استخباراتي کړیو په
مرسته د افغانستان په خاوره د بریدونو پلانونه جوړېدل.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریدونه د بلوچستان
ایالت د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان پر سیمه او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل پر
شکراب سیمه ترسره شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د «شر او فساد» او
«ساعین بالفساد» ګډ مرکزونه په نښه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ولسوالۍ په قمبرخېلو
سیمه کې هم د داعش ډلې یو مرکز، چې د ځینو کلیدي مشرانو د تګراتګ ځای و، تر برید
لاندې نیول شوی دی.
وزارت ټینګار کړی چې په دغو عملیاتو کې مهم او ټاکل شوي اهداف په نښه شوي دي.