Search

قالیباف: که امریکا زیاتې غوښتنې کوي، د ایران له قاطع غبرګون سره به مخ شي

News image
29 غبرګولی 1405 - 10:50

محمدباقر قالیباف، د ایران د پارلمان رئیس، ویلي چې د دغه هېواد چارواکي د ایران د رهبر تر لارښوونې لاندې د امریکا سره د شوې هوکړې د ټولو شرطونو او مادو د بشپړ پلي کېدو د تعقیب مسوولیت لري.

هغه ټینګار کړی چې ایران به د امریکا د هر ډول بدعهدۍ، د تړون د ماتولو یا زیاتې غوښتنې پر وړاندې قاطع غبرګون وښيي.

قالیباف زیاته کړې: «په تېرې جګړه کې هغوی یو ځل سخت ګوزار وخوړ، که وغواړي بیا هماغه لاره تعقیب کړي، دا ځل به له لا سخت ځواب سره مخ شي.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې د راتلونکي او د دواړو لورو د ژمنو د پلي کېدو په اړه بحثونه روان دي.