ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره یې لومړنی تړون لاسلیک کړی، او ویلي یې دي چې دا به د تهران اټومي پروګرام محدود او د احتمالي اقتصادي کړکېچ مخه ونیسي.
د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ د جي۷ سرمشریزې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا ابتدایي هوکړه به په منځني ختیځ کې د دښمنیو د پای ته رسېدو کې مرسته وکړي او په ۶۰ ورځو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستي تړون لپاره لاره هواره کړي.
هغه زیاته کړه چې د دې تړون له مخې به ایران تر هغه اقتصادي ګټې ترلاسه نه کړي، څو چې د خپلو ژمنو پابندي ونه کړي، په ځانګړي ډول دا چې اټومي وسلې به نه جوړوي.
ټرمپ وویل: «که دوی تړون مات کړي، سخت بریدبه پرې وکړو»، او د سرغړونې په صورت کې یې د سخت غبرګون خبرداری ورکړ.
د راپور له مخې، د تفاهملیک مسوده په ټولو جبهو کې د شخړو د پای ته رسولو یادونه کوي، چې لبنان هم پکې شامل دی، او همدارنګه د بندیزونو د نرمولو او د ځانګړو شرایطو لاندې د ایران د تېلو د صادراتو د بیا پیلولو موارد هم رانغاړي.
ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به د ایران د بیارغونې مستقیم تمویل ونه کړي، خو یو پراخ نړیوال مالي میکانیزم ښايي د اقتصادي پرمختیا ملاتړ وکړي.
دا تړون د ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ په الکترونیکي بڼه لاسلیک شوی، او په کې د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګراتګ د بیا پرانیستلو او د نړیوالو انرژۍ بازارونو پر وړاندې د فشارونو د کمولو موارد هم شامل دي.
د امریکا چارواکو ویلي چې دا تړون د اجرا پر بنسټ ولاړ دی، یعنې ایران به یوازې هغه مهال اقتصادي اسانتیاوې ترلاسه کړي چې د تړون شرطونه عملي کړي.
راپور زیاتوي چې د ایران د اټومي وړتیاوو او د یورانیمو د بډایه کولو په اړه خبرې به په سویس کې دوام ومومي، او تمه ده چې وروستی تړون به په راتلونکو دوو میاشتو کې وشي.
دغه پرمختګ بېلابېل غبرګونونه راپارولي؛ ځینې منتقدان وایي چې دا تړون ایران ته امتیازات ورکوي، خو نور بیا باور لري چې دا به د شخړو په کمولو او د سیمې په ثبات کې مرسته وکړي.
ټرمپ دا تړون «ډېر قوي» بللی او باور یې څرګند کړی چې دا به ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي.