یونیسف ویلي چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي خطرونو سره مخ دي.
یونیسف په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې له شاوخوا ۲۱ میلیونو ماشومانو څخه ۸.۸ میلیونه، چې د ټولو ماشومانو ۴۱ سلنه جوړوي، په یو وخت کې له لږ تر لږه درې اقلیمي خطرونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، سېلابونه، وچکالي، د تودوخې څپې، سخته ګرمي او د شګو او دوړو توپانونه هغه مهم ګواښونه دي چې د افغانستان د ماشومانو پر ژوند او روغتیا ژور اغېز کوي.
یونیسف ټینګار کړی چې افغانستان د جنوبي اسیا په کچه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ماشومانو د زیانمنېدو له اړخه تر ټولو په لوړه کچه کې قرار لري.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان له ۷۵ سلنې ډېر ماشومان له وچکالۍ سره مخ دي، له نیمايي ډېر یې د اوږدمهالو تودوخې څپو اغېز لاندې دي، او له ۱.۷ میلیونو ډېر ماشومان د سیندیزو سېلابونو له امله زیان ویني.
یونیسف دا هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د حادې خوارځواکۍ بحران د اقلیمي بدلونونو اغېزې لا پسې زیاتې کړې دي، او تمه ده چې سږ کال به تر پنځو کلونو کم عمره میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.