Search

امریکا ته د ایران د یوه چارواکي خبرداری؛ د احتمالي تړون ماتول به د تهران له «سخت ځواب» سره مخ شي

News image
27 غبرګولی 1405 - 07:59

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون رییس، ابراهیم عزیزی، خبرداری ورکړی چې که له ایران او امریکا ترمنځ هغه تفاهم‌لیک چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ په رسمي ډول لاسلیک شي، مات شي؛ نو تهران به ورته «سخت ځواب» ورکړي.

عزیزي په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ایران د خلکو مقاومت د امریکا په دریځ کې بدلون راوستی او واشنګټن یې دې ته اړ کړی چې د ایران د شرایطو پر بنسټ خبرو ته داخل شي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا باید د دې تفاهم‌لیک د ژمنتیا د ثبوت لپاره په لبنان کې جګړه پای ته ورسوي او د تړون ټول موارد عملي کړي؛ که نه، نو ایران به د «یو اړخیز تحمیل» د دورې پای اعلان شوی وبولي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په لبنان کې د اوربند د ماتېدو او د کړکېچ د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو فضا یې اغېزمنه کړې ده.