شهباز شریف، د پاکستان لومړی وزیر، ویلي چې له فشرده خبرو اترو وروسته امریکا او ایران د سولې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
شریف په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په ټولو جبهاتو، د لبنان په ګډون، د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای اعلان کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د دغه تړون د لاسلیک رسمي مراسم به د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه، په سویس کې ترسره شي.
د پاکستان لومړي وزیر د امریکا او ایران له لوري د شخړې د ډیپلوماټیک حل لپاره د ژمنتیا ستاینه کړې او همدارنګه یې د منځګړیتوب په بهیر کې د قطر د رول قدرداني کړې ده.
شریف له سعودي عربستان او ترکیې څخه هم د هغه څه لپاره مننه کړې چې ده یې د دغه تړون په ترلاسه کولو کې د دغو هېوادونو «لویه ونډه» بللې ده.
د هغه په وینا، منځګړي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د تخنیکي خبرو د زمینې برابرولو او د تړون د رسمي لاسلیک لپاره غونډې ترسره کړي.