شمالي کوریا ویلي چې د دې هېواد د اټومي بېوسلې کېدو موضوع په نه بدلېدونکي ډول پای ته رسېدلې او د اټومي ځواک په توګه به یې په دریځ کې هېڅ بدلون رانه شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د اټومي بازدارندګۍ د پیاوړتیا په اړه وروستیو خبرو ته په غبرګون کې ټینګار کړی چې دغه هېواد به د اټومي وسلو لرونکي دولت په توګه خپل حالت ته ژمن پاتې شي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې اعلامیه کې، چې د دې هېواد دولتي رسنیو خپره کړې، ویلي چې د امریکا او د هغه د متحدانو څرګندونې او د پیونګیانګ پر وړاندې د اټومي ګواښ د رامنځته کولو لپاره د هغوی همکاري، د دې هېواد پر دریځ هېڅ اغېز نه لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او جنوبي کوریا چارواکو تېره اوونۍ په سئول کې د اټومي مشورتي ډلې په غونډه کې د شمالي کوریا د وسلوال پروګرام پر وړاندې د بازدارندګۍ د پیاوړتیا او چمتووالي پر لارو چارو خبرې کړې وې.