Search

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ تړون سبا لاسلیک کېږي؛ هرمز تنګه به د ټولو کښتیو پر مخ پرانیستل شي

News image
24 غبرګولی 1405 - 08:00

ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ تړون ټاکل شوې سبا لاسلیک شي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې د دغه تړون له لاسلیک سره سم به هرمز تنګه د ټولو هېوادونو او کښتیو پر مخ بېرته پرانیستل شي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اونیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د پرمختګ او وروستي تړون ته د دواړو لورو د نږدې کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې، شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، هم په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې ایران او امریکا تر بل هر وخت زیات د یوه تړون ته رسېدو ته نږدې شوي دي.

هغه زیاته کړې وه چې ښايي د تهران او واشنګټن ترمنځ تړون په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وروستی شي.

د شنونکو په باور، د ایران او امریکا ترمنځ د دغه تړون لاسلیک او د هرمز تنګې بشپړه پرانیستل کېدل کولی شي د سیمې پر امنیت، نړیوال سمندري تګ راتګ او د فارس خلیج له لارې د انرژۍ پر لېږد د پام وړ اغېز ولري.