د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو د نړیوال فدراسیون (IFRC) سرمنشي، جاګان چاپاګان، د افغانستان بشري وضعیت ته په اشارې سره د نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو او پراخو مرستو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي چې افغانستان له بېځایه کېدو، د خلکو د معیشت له خرابېدو او د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی، او زیاته یې کړې چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیان ویني.
چاپاګان په ورته وخت کې د افغانستان د سرې میاشتې د رضاکارانو او د IFRC د ټیمونو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی شتون د مرستو رسولو په لومړۍ کرښه کې د اوسنیو سختو شرایطو ترمنځ د هیلې ټکی بلل کېږي.
هغه ټینګار کړی چې د روغتیايي سیستمونو پیاوړتیا، د خوندي سرپناهونو برابرول او د زیانمنو قشرونو لپاره د عملي ملاتړ زیاتول د افغانستان له بیړنیو اړتیاوو څخه دي.