د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ پر ځمکه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په پانګونې د یو سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید شوې ده.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د پانګونې بینالوزارتي
کمېټې په نوبتي غونډه کې د دغه سوداګریز مارکېټ طرحه له بحث او ارزونې وروسته
تصویب شوې ده.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه سوداګریز مارکېټ به د خصوصي سکټور
له لوري په درېیو پوړونو کې جوړ شي چې ۵۴ دوکانونه به ولري.
سرچینې زیاته کړې چې په همدې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند
د دارالامان سړک ترڅنګ د ښاروالۍ پر ځمکه د یو استوګنیز او سوداګریز مارکېټ د
جوړولو پر طرحه هم بحث شوی دی.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې له بحث وروسته یاده
طرحه اړوندو ادارو ته راجع شوې، څو یې تخنیکي او مالي ارزونه ترسره کړي او راپور
یې په ټاکلي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته سوداګریزو مارکېټونو د
جوړولو چارې پیل شوې دي چې ډېری یې بشپړې شوې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.