Search

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د پاکستان پر وړاندې لوبېږي

News image
20 غبرګولی 1405 - 10:27

د مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې، ټاکل شوې نن چهارشنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې میدان ته ووځي.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د یادې پایلوبې په درشل کې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو تمریناتي کمپ پرېښی دی.

فدراسیون نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جمشید اچکزی او حبیب‌الله عسکر د سویډن کې د کاري ستونزو او د خپلې دندې د له لاسه ورکولو د اندېښنې له امله د پایلوبې وړاندې کمپ پرېښی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون همداراز ویلي چې د ملي لوبډلې کپتان، امید پوپلزی، چې د تېرې لوبې د سره کارت له امله له پایلوبې محروم و، له لوبډلې سره پاتې نه شو او کمپ یې پرېښود.

له بلې خوا، رحمت اکبري هم د تخنیکي کادر له همغږۍ پرته د سفر ټکټ برابر کړی او تېره شپه یې په مالدیف کې د ملي لوبډلې کمپ پرېښی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه د ځایي وخت له مخې په ۸:۳۰ بجو د پایلوبې په حساسه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې میدان ته ځي؛ هغه سیالي چې د مینه‌والو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له هغو لوبغاړو مننه کړې چې له لوبډلې سره پاتې دي او له مینه‌والو یې غوښتي چې د خپلو دعاوو او ملاتړ له لارې د هېواد د ملي لوبډلې ملاتړ وکړي.