Search

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کړکېچ د ژورېدو له امله د «له لاسه تللي نسل» خطر زیات شوی

News image
19 غبرګولی 1405 - 10:29

د ملګرو ملتونو استازې جورجېټ ګګنون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د ژورېدو له امله د «له لاسه تللي نسل» د رامنځته کېدو خطر مخ په زیاتېدو دی.

ګګنون، چې دا مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مشري کوي، ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپلو وروستیو سفرونو پر مهال خلکو له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو شکایت کړی دی.

هغې زیاته کړې، چې طالبانو پر هېواد خپل اداري او ځمکنۍ کنټرول ټینګ کړی او له کوم جدي پوځي یا سیاسي ننګونې سره نه دي مخ، خو خبرداری یې ورکړی چې دا ظاهري ثبات ژور خطرونه پټوي.

ګګنون د نفوس او اقتصاد پر زیاتېدونکو فشارونو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي او تمه ده چې سږ کال به تر ۲.۸ میلیونو نور هم بېرته راستانه شي، په داسې حال کې چې کاري فرصتونه کم او ټولنې تر فشار لاندې دي.

د هغې په وینا، افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري کړکېچونو څخه دی او په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

ګګنون د ښځو او نجونو پر وړاندې «سختو او مخ پر زیاتېدو محدودیتونو» ته په اشارې وویل، چې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې چې عمرونه یې د اوو او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، له زده‌کړو بې‌برخې دي.

هغې زیاته کړه: «هر کال نږدې ۲۵۰ زره نورې نجونې د ثانوي زده‌کړو له بهیره دایمي ایستل کېږي، چې دا د وړتیاوو او استعدادونو د له لاسه تللي نسل سبب ګرځي.»

هغې همداراز وویل، چې دغه محدودیتونه د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او د روغتیا او پوهنې په څېر مهم سکتورونه یې کمزوري کړي دي، او یو ځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

په همدې غونډه کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر استازې اېډم ووسورنو ویلي، چې د جګړو، لوږې، اقلیمي بدلونونو او د مالي ملاتړ د کمښت له امله بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

هغې وویل، چې نږدې نیمایي نفوس مرستو ته اړتیا لري او افغانستان د نړۍ له پېچلو بشري بحرانونو څخه شمېرل کېږي.

د هغې په وینا، د افغانستان او پاکستان پر پوله د روان کال جګړو له امله تر ۱۰۰ زره زیات کسان بې‌ځایه شوي او د څو اوونیو لپاره له مرستو بې‌برخې پاتې شوي دي.

ووسورنو زیاته کړه، چې لوږه هم زیاته شوې او ۴.۷ میلیونه کسان له سختې خوړو کمښت سره مخ دي، چې دا د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي، او ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدید خوارځواکۍ ځورېږي.

د مدني ټولنې استازې مترا مهران په خپلو څرګندونو کې وویل، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض یو سیستماتیک جوړښت رامنځته شوی دی.

هغې وویل، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې طالبانو له ۲۳۰ څخه زیات فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون محدودیتونه لګوي.

هغې وویل: «طالبانو ان د ښځو غږ او څېره هم جرم ګرځولې ده.»

مهران خبرداری ورکړ، چې نوي حقوقي چوکاټونه تبعیض لا پیاوړی کوي او ښځې د تاوتریخوالي له خطر سره مخ کوي، او هغه کسان چې د محدودیتونو پر وړاندې درېږي، له نیولو او ګواښ سره مخ کېږي.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې اقدام وکړي او زیاته یې کړه، چې دا وضعیت د بشري حقونو او نړیوالو ژمنو لپاره یوه ازموینه ده.

ګګنون په پای کې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره دوامداره تعامل اړین دی، سره له دې چې پرمختګ محدود دی.

هغې وویل: «پرله‌پسې او دوامداره خبرې اترې، له اصولي او عملي تعامل سره یو ځای، ډېرې مهمې دي، که څه هم پرمختګ ښايي ورو وي.»