Search

په پروان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

News image
19 غبرګولی 1405 - 07:41

په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د شیخ‌علي ولسوالۍ په بیدقول سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، دغه پېښه (دوشنبه، د جوزا ۱۸مه) د ماښام له څلورو بجو وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی فلانکوچ موټر له یوه باروړونکي اکتروز موټر سره ټکر وکړ.

د طالبانو د پروان امنیه قومندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار ویلي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه د فلانکوچ له سپرلیو وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د باروړونکي موټر چلوونکی د شیخ‌علي ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او پېښه د ترافیکو مدیریت تر څېړنې لاندې ده، څو د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل روښانه شي.

د سرچینې په وینا، د باروړونکي موټر چلوونکی د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په داسې حال کې چې مسافر وړونکی موټر د بلخ ولایت اوسېدونکو پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د شیخ‌علي ولسوالۍ سړکونه د غرنیو، تاو راتاو او تنګو لارو له امله د ترافیکي پېښو له خطر سره مخ دي او هر کال پکې ورته پېښې رامنځته کېږي.