Search

له ګاونډیو هېوادونو څخه نږدې ۵۰۰ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
17 غبرګولی 1405 - 10:32

 کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون راپور ورکړی چې پرون (شنبه) له پاکستان او ایران څخه په بېلابېلو لارو ۴۸۸ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه ۴۸۸ کورنۍ چې ټولټال ۲ زره ۲۲۶ کسان کېږي، پرون (شنبه) افغانستان ته داخلې شوې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په اېکس کې لیکلي چې د تورخم له لارې ۴۶۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۳ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې، پر دې سربېره ۵۷۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۶۰۲ نورو کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیم‌کارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌ساري ډول زیات شوي، او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې ټول افغان کډوال به خپل هېواد ته ستانه کړي.

بلخوا، طالبانو ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر په منظم ډول مدیریت کړی دی.