د افغانستان کرېکټ بورډ د سریلنکا او هند الف لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
ټاکل شوې دغه سیالۍ د روانې جون میاشتې په نهمه نېټه د سریلانکا الف
او هند الف ترمنځ په لوبه سره پیل شي، ورپسې به د جون په ۱۱مه نېټه افغانستان الف
له هند الف سره، د جون په ۱۳مه نېټه افغانستان الف له سریلانکا الف سره، د جون په ۱۵مه
نېټه یو ځل بیا سریلانکا الف له هند الف سره، د جون په ۱۷مه نېټه افغانستان الف له
هند الف سره او د جون په ۱۹مه نېټه افغانستان الف له سریلانکا الف سره سیالۍ ترسره
کړي. ټاکل شوې پایلوبه د جون په ۲۱مه نېټه ترسره شي.
د اعلان شوې لوبډلې مشري عمران میر کوي او په ترکیب کې حسن عیسخیل،
خالد تڼيوال، اعجاز احمدزی، بهیر شاه، فیصل خان، فرمان صافی، شمسالرحمن،
نورالرحمن، اسحاق رحیمي، خلیل ګربز، ظاهر پکتین، فریدون داودزی، محمد ابراهیم او
عبدالله احمدزی شامل دي.
دا سیالۍ د ځوانو افغان لوبغاړو لپاره مهم فرصت بلل کېږي، څو خپل
مهارتونه وازمويي او په نړیوالو سیالیو کې د لا ښه حضور لپاره چمتووالی ونیسي.