Search

پاکستان او چین د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې

News image
12 غبرګولی 1405 - 08:21

پاکستان او چین د افغانستان له خاورې د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې نوموړي په اسلام‌اباد کې له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.

صادق خان په اېکس کې لیکلي، چې دواړو لورو د سیمه‌ییز امنیت په اړه، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) د فعالیتونو له امله د افغانستان له خاورې راولاړېدونکو ګواښونو په اړه رغنده بحثونه کړي دي.

د هغه په وینا، پاکستان او چین په دې لیدنه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې د هڅو د همغږۍ او هم‌لوري کولو پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې، چې د دغو همکاریو موخه په سیمه کې د سولې او ثبات ساتل او له ګډو امنیتي ګواښونو سره مبارزه ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان څو ځله د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او د پولې پورې غاړه د بریدونو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.