Search

قالیباف: له امریکا سره هر احتمالي تړون باید په لبنان کې د بریدونو درول هم شامل کړي

News image
12 غبرګولی 1405 - 09:04

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، چې له امریکا سره هر احتمالي تړون باید د ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول په لبنان کې د بریدونو درول هم شامل کړي.

قالیباف دغه څرګندونې د لبنان د پارلمان له رئیس نبیه بری سره په خبرو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، که د اسرائیل بریدونه دوام ومومي، ایران به نه یوازې د خبرو بهیر ودروي، بلکې د دغه هېواد پر وړاندې به هم خپل دریځ سخت کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړو د ترلاسه کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم روانې دي.