Search

د افغان کډوالو ښځینه کریکټ لوبډله د دوبي سیالیو لپاره بریتانیا ته ځي

News image
6 غبرګولی 1405 - 07:56

د افغانستان د ښځینه کریکټ کډواله لوبډله، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې، ټاکل شوې د راتلونکي دوبي په لړ کې د کریکټ سیالیو لپاره بریتانیا ته سفر وکړي.

د بریتانیا او ویلز کریکټ بورډ (ای سي بي) اعلان کړی، چې سږ کال به د افغان کډوالو ښځینه کریکټ لوبډلې د تاریخي سفر کوربتوب وکړي.

ټاکل شوې ده، چې دغه لوبډله د چنګاښ په ۱مه بریتانیا ته ولاړه شي او هلته به په شل اوریزو سیالیو کې برخه واخلي. همدارنګه به د دغه سفر پر مهال ورته مسلکي روزنه هم ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۲۰ ښځینه ملي لوبغاړې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اړې شوې، چې استرالیا ته کډوالې شي. ډېری دغه لوبغاړې اوس په استرالیا کې ژوند کوي او د کریکټ تمرین ته دوام ورکوي.

همدارنګه ټاکل شوې، چې دغه لوبډله به د بریتانیا د سفر پر مهال د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ډګر ته هم ولاړه شي، څو له نړیوال کریکټ سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

د بریتانیا او ویلز کریکټ بورډ دا سفر له کلتوري او ورزشي پلوه مهم بللی او ویلي یې دي، چې د دې ښځینه لوبډلې د ورزشي حقونو ملاتړ د افغانستان د کریکټ لپاره یو مهم پیغام لري.

د «ای سي بي» مرستیالې او د بریتانیا د ښځینه کریکټ ادارې مشرې، کلاري کونور ویلي، دغه لوبغاړو په سختو شرایطو کې خپل کریکټي سفر ته دوام ورکړی او بې‌ساری زغم یې ښودلی دی.

نوموړې زیاته کړې: «موږ ویاړو چې د دې سفر کوربتوب کوو او د لوبغاړو ملاتړ کوو، څو له کریکټ سره خپلې اړیکې لا ژورې کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو پر زده‌کړو، ورزش او نورو ازادیو پراخ بندیزونه لګېدلي او د ښځو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.