Search

ټرمپ: د ایران غني شوی یورانیم یا امریکا ته سپارل کېږي یا له منځه وړل کېږي

News image
5 غبرګولی 1405 - 09:45

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران اړوند غني شوی یورانیم به یا سمدستي امریکا ته وسپارل شي او یا به هم په خپل ځای کې له منځه یووړل شي.

ټرمپ زیاته کړې چې دا بهیر به د امریکا تر څارنې لاندې او د اټومي انرژۍ د مسؤلو چارواکو په حضور کې ترسره شي، خو د دې پلان د عملي کېدو څرنګوالي او احتمالي مهال‌وېش په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه همدارنګه ویلي چې که له ایران سره هر ډول احتمالي هوکړه وروستۍ شي، نو «ښه او مناسبه» به وي. ټرمپ په ورته وخت کې دا نوې احتمالي هوکړه د بارک اوباما د دورې له اټومي تړون سره پرتله کړې او پر پخواني تړون یې سختې نیوکې کړې دي.

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هغه اداره داسې یوې هوکړې ته هڅه کوي چې د ده په وینا، ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه راوګرځوي او د دغه هېواد پر اټومي پروګرام سخت نظارت ولري.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام او د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو راتلونکی لا هم له ناندریو او کړکېچونو سره مخ دی.