Search

سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې؛ یو وسله‌ وال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی

News image
3 غبرګولی 1405 - 09:23

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې یو وسله‌وال کس د شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې کړې او وروسته د امنیتي ځواکونو په ځوابي اقدام کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه کس ۲۱ کلن نصیر بست و چې د مریلند ایالت اوسېدونکی و. نوموړي وروسته له هغه چې د سپینې ماڼۍ په شاوخوا کې ډزې وکړې، د امریکا د پټو خدماتو د ځواکونو له لوري په ډزو وویشتل شو او روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.

د راپورونو له مخې، نصیر بست تر دې وړاندې هم څو ځله د پټو خدماتو له ځواکونو سره مخ شوی و او د رواني ستونزو سابقه یې لرله.

د معلوماتو له مخې، نوموړی د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۲۶مه د پټو خدماتو د مامورانو د درولو او د ګواښونو د مطرح کولو له امله نیول شوی و. همدارنګه، د همدې کال د جولای پر ۱۰مه هم د یوې ممنوعه سیمې ته د ننوتلو په تور نیول شوی و.

تر اوسه امریکايي چارواکو د دې پېښې د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا پټو خدماتو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.