یونسکو ویلي چې کلتوري تنوع د ټولنو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا، د متقابل تفاهم د زیاتوالي او د دوامدار پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره مهم رول لري.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ د غبرګولي ۱مې (د مې ۲۱مه)، د د کلتوري تنوع نړیواله ورځ په مناسبت د سولې او نړیوالې همکارۍ په رامنځته کولو کې د کلتور پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د یونسکو په راپور کې راغلي چې کلتوري تنوع له خلکو سره مرسته کوي څو له یو بل سره غوره اړیکې ټینګې کړي او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې لا زیاتې همکارۍ او همغږي ته ورسېږي.
یونسکو زیاته کړې چې د کلتوري تنوع نړیواله ورځ هر کال د مې په ۲۱مه نمانځل کېږي او موخه یې د سولې او نړیوال پرمختګ په تأمین کې د بینکلتوري خبرو اترو د رول روښانه کول دي.
د راپور له مخې، ملګري ملتونه لومړی ځل په ۲۰۰۲ کال کې، د ۲۰۰۱ کال د کلتوري تنوع نړیوالې اعلامیې تر تصویب وروسته، دا ورځ د یوې نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
په یادې اعلامیه کې د «کلتور د ظرفیت لوړولو پر اړتیا، څو د سوکالۍ، دوامدار پرمختګ او سولهییزې نړیوالې همزیستۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شي» ټینګار شوی دی.