د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د «تفریق زوجین» د اصولنامې پر وړاندې نیوکې نوې موضوع نه ده او د طالبانو اداره دغو غبرګونونو ته اهمیت نه ورکوي.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۲مه) د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې له دې اصولنامې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې پکې شامل احکام د حنفي فقهې او اسلامي شریعت پر بنسټ تنظیم شوي دي.
هغه په ځانګړي ډول د نجونو د نکاح اړوند مادې ته په اشارې ویلي، چې په اسلامي فقه کې پلار او د پلار نیکه دا حق لري چې خپل کوچنی اولاد یا لمسی واده کړي او دا ډول نکاح له شرعي پلوه معتبره بلل کېږي.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی، چې د دې موضوع شرط د ماشوم د سرپرست سالم عقل او د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې نه شتون دی.
هغه زیاته کړې، چې پر دې مواردو نیوکې «د اسلامي احکامو سره په ټکر کې» دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تازه د «تفریق زوجین» په نوم ۳۱ مخیزه اصولنامه تصویب کړې، چې پکې د ماشومانو ودونه، د نکاح فسخ، حضانت، د مېړه نشتوالی، ارتداد او نورې کورنۍ اړوند مسلې شاملې دي.
خو د بشري حقونو فعالان او د طالبانو منتقدان وايي، دا اصولنامه د ماشومانو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي او ښايي د ښځو او ماشومانو د حقونو د لا نقض لامل شي.
طالبان بیا دا نیوکې ردوي او ټینګار کوي، چې دغه مقررات د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړ شوي دي.