Search

امریکا کې د سن‌دیګو پر یوه جومات په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي

News image
29 غویی 1405 - 10:04

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سن‌دیګو ښار په اسلامي مرکز کې د ډزو په یوه پېښه کې پنځه کسان، چې دوه تنه شکمن بریدګر هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دوو وسله‌والو ځوانانو د دوشنبې په ورځ د سن‌دیګو پر لوی جومات برید وکړ او د جومات په دباندې یې یو امنیتي ساتونکی او دوه نور کسان ووژل.

پولیس وروسته د دواړو بریدګرو جسدونه په یوه موټر کې وموندل، چې د چارواکو په وینا ښايي دوی ځانونه په ډزو وژلي وي.

د سن‌دیګو د پولیسو مشر ویلي، چې دا پېښه د پولیسو او د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې له‌خوا د «کرکې پر بنسټ جرم» په توګه څېړل کېږي.

د راپور له مخې، د جومات اړوند ښوونځي ټول ماشومان خوندي پاتې شوي او کوم زیان نه دی ور اوښتی.

پولیسو ویلي، چې د یوه شکمن بریدګر مور شاوخوا دوه ساعته وړاندې له برید څخه د خپل زوی د نادرکه کېدو او له کوره د څو وسلو د وړلو راپور امنیتي ځواکونو ته ورکړی و.

امریکايي چارواکو تر اوسه د دې برید د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې په عامه فضا کې د کرکې د ویناوو زیاتوالی د امنیتي ادارو اندېښنې زیاتې کړې وې.