د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، افغانستان ته د کډوالو ایستل نه یوازې امنیت نه تأمینېږي، بلکې کولی شي د طالبانو د پیاوړتیا او د ترهګرۍ د پراخېدو لامل شي.
هغې په خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې دا بهیر پر خلکو دروند فشار راوړي او منفي پایلې به ولري.
نیومن ټینګار کړی چې که اروپايي هېوادونه رښتیا هم امنیت ته ارزښت ورکوي، نو باید د کډوالۍ له سیاستونو سره یو ځای خپلې بهرنۍ پالیسۍ ته هم پام وکړي.
د هغې په وینا، افغانستان ته د کډوالو ستنېدل ښايي یو شمېر کسان د طالبانو اړوند جوړښتونو، لکه شبکو او دیني مدرسو سره وتړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د کډوالو ستنول، په ځانګړې توګه د اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره، کولی شي د ټولنیز بېثباتۍ او بشري ناورین خطر زیات کړي.
له بلې خوا، لوېدیځ هېوادونه د امنیتي اندېښنو او کورنیو سیاسي فشارونو له امله هڅه کوي د کډوالۍ تګلارې سختې کړي، خو منتقدین وایي چې دا ډول اقدامات به اوږدمهاله منفي امنیتي پایلې ولري.