Search

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن له ترکمنستان سره مخامخ کېږي

News image
22 غویی 1405 - 10:20

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن سه‌شنبه، د غويي په ۲۲مه، د مرکزي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پیلېږي.

د دغو سیالیو په دوام، د افغانستان د ۲۰ کلنو ملي لوبډله به د روانې اونۍ د چهارشنبې او جمعې په ورځو کې په ترتیب سره له ازبکستان او تاجکستان سره هم مخامخ شي.

د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو فوټبال د اتلولۍ سیالۍ (کافا ۲۰۲۶) د پنځو لوبډلو په ګډون د ۱۴۰۵ کال د غويي له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې د تاجکستان په کوربه‌ توب ترسره کېږي.