د ازبکستان «ټرېنډ» خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې طالبانو له ازبکستان څخه غوښتي چې د ترمذ سرحدي بازار کې د همغږۍ او اړیکو یو دفتر جوړ کړي، څو د دواړو لورو د خصوصي سکتورونو ترمنځ مستقیمې سوداګریزې اړیکې اسانه شي.
دا وړاندیز د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د قرهقلپاقستان سیمې د عالي شورا له مشر امانبای اورینبایف ترمنځ په مزارشریف کې د لیدنې پر مهال شوی دی.
دواړو لورو د افغانستان د پنبې، سکرو، او تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراخولو ترڅنګ د خوړو تولید، ساختماني موادو، ګرځندوی، درمل جوړونې، د کانونو پروسس او د لومړیتوب لرونکو سکتورونو کې د پانګونې پر ګډو پروژو خبرې کړې دي.
د غونډې پر مهال، ازبک لوري د دې پلانونه هم وړاندې کړل چې په روسیه، قزاقستان او قرغیزستان کې سوداګریز خونې پرانیزي، څو د صادراتو ملاتړ او د سیمې د تولیداتو لپاره د بازار لاسرسی ښه کړي.
همدارنګه، ازبک پلاوي د دې سفر په ترڅ کې په مزارشریف کې د ملي تولیداتو یو نندارتون هم پرانیست، چې پکې بېلابېل کورني تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې شول او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.