د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې د افریقا ستر ظرفیت د یوه «ناعادلانه» نړیوال نظام له امله محدود شوی دی.
ګوټرېش په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې دا وضعیت باید بدل شي او نړۍ باید د داسې نظام د رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي چې افریقا ته لازم غږ، سرچینې او استازیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې افریقا د اوږدې مودې لپاره په نړیوال نظام کې له عادلانه سرچینو، ګډون او استازیتوب څخه بېبرخې پاتې شوې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې د نړیوال نظام او نړیوالو بنسټونو پر جوړښت نیوکې زیاتې شوې دي، ځکه چې منتقدان یې «په استازیتوب او د سرچینو په وېش کې بېعدالتي» بولي.