د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ازبیکستان د قرهقالپاقستان د دولتي او خصوصي سکټور یو لوړپوړی پلاوي بلخ ولایت ته سفر کړی دی.
د سرچینې په وینا دغه پلاوی د مجلس عالي د رئیس امانبای اورینبایوف
په مشرۍ او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال
مولوي شهابالدین ثاقب په ملتیا بلخ ته تللی دی.
د راپور له مخې، د دغه سفر موخه د بلخ ولایت له سوداګرو سره د تجارتي
ناستو ترسره کول، د قرهقالپاقستان د خصوصي سکټور له استازو سره د سوداګریزو اړیکو
د پیاوړتیا غونډې، او همدارنګه په مزارشریف ښار کې د ازبیکستان د داخلي تولیداتو
او محصولاتو د نندارتون پرانیستل دي.
چارواکي وایي چې دا ډول ناستې کولای شي د افغانستان او ازبیکستان
ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه برابر کړي.